ورک د دوران غم شه ستا د سترګو شوخ بلا خه ده
مسته پيمانه خه ده ده نور او رنګ سودا خه ده
ستا غلچکي ميني د غلو سره جرګه شومه
غلو وے دا د غلا خبره پټه اه په غلا خه ده
پريګده دا د رنګ درياب چي پلي د ارمان يوسي
غيګ راکه لاليه دا د مست زړګي درزا خه ده
سترګي به دي اوچچي خيالونه لګ په خيال تړه
چغي څله وباسي چي رنړا د سپين سبا خه ده
ځان ورته شمکور کښي چي زخمونه خلے راوسپړي
دا نسخه د دے دور دنوي مسيحا خه ده
راشه چي د خلے خندا معنآ د خندا وويني
اے د رنګ مالياره ستا د تلو راتلو ادا خه ده
پار راته پ لنډه کښي خبره دلته ختمه کړه
حسن پس زما خه دے قيصه تحسينه ستا خه ده